د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوستم وايي، په حکومت کې هېڅ واک نه‎ لري


د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، په حکومت کې هېڅ ډول کاري صلاحیت نه‎ لري او ولسمشر د هغه ټول واکونه ورنه ځان ته کړي دي.

په هغه ویډیو کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند رسمي فیسبوک پاڼه کې نن(پنجشنبه) خپره شوې لیدل کېږي چې جنرال عبدالرشید دوستم په ولسمشر غني تند انتقادونه کوي او وایي چې ولسمشر غني د هغه په کړنو باور نه لري او ترې ملاتړ نه کوي.

دوستم همدارنګه خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي چې یوه روښانه پریکړه د دې لوبې نه بهتره ده او اړتیا ده تر څو خپل حق واخلي.

دوستم تر دیرشو یا څلویښتو ورځو پورې د جنبش ګوند لخوا د کنګرې جوړېدو خبر هم ورکړی او ویلي چې لاهم نا ویلې خبرې لري.

په تېر کې هم د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د حکومت په کړنو انتقادونه کړي.

خو تراوسه د افغانستان د جمهور رئیس دفتر د ښاغلي دوستم د دغو څرګندونو په اړه څه نه‎ دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG