د لاسرسي ځای

تازه خبر

حيدر خان هوتي: افغانان مهاجر نه بلکې وروڼه بولم


امير حيدر خان هوتي
امير حيدر خان هوتي

د خيبر پختونخوا پخوانی وزير اعلی او د دې صوبې د عوامي نيشنل ګوند مشر نن سوات ته تللی وو. هغه خبريالانو سره د افغان کډوالو په ستونزو، سوات موټروی او چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې په اړه خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې د تحريک انصاف ګوند په مشر د خيبر پښتونخوا حکومت افغان کډوالو ته ويلي چې زر تر زره دې خپلو سيمو ته واپس شي. اميرحيدرخان هوتي وويل افغان کډوال بايد په زور ونه ويستل شي. هغه زياته کړه چې که داسې کيږي نو د پاکستان او افغانستان تر منځ به خرابې اړيکې لا نورې پسې خرابې شي.

نوموړي زياته کړه: ((زه افغانانو ته مهاجر نه وايم. افغانان وروڼه يې بولم. که دوی سره زور زياتی کيږي نو دا به د پاکستان او افغانستان تر منځ بې باوري لا نوره ډيره کړي. د دواړو هيوادونو امن د يو بل سره تړلی دی نو پکار ده چې د اړيکو د خرابولو پر ځای د افغانانو ستنول د هغوی سره په سلا مشوره وشي.))

که د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د پښتنو حق خوړل کيږي موږ به مظاهرې وکړو
حيدر هوتي

ياده دي وي چې افغان کډوالو د خيبر پښتونخوا له حکومته غوښتي چې دوی ته دې د واپس تللو لپاره وخت ورکړل شي. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (UNHCR) ويلي چې له پاکستان او ايران څخه افغانستان ته د تلونکو کډوالو شمېر زيات شوی دی.

امير حيدرخان هوتي د سوات د دورې پر مهال د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي راهدارۍ پروژې په اړه هم خبرې وکړي. هغه زياته کړه چې په دې اړه د ملت پاله ګوندونو نظر څرګند دی. ((موږ بيا بيا ويلي چې د پښتنو حق دې نه خوړل کيږي. که بيا هم داسې کيږي او د پښتنو له سيمو تيريدونکې لارې سره راتلونکې مراعات نه ورکول کيږي نو موږ به احتجاج کوو.))

امير حيدر خان هوتي په سوات کې
امير حيدر خان هوتي په سوات کې

تېره ورځ د پاکستان وزيراعظم نوازشريف اسلام اباد کې د يادې پروژې په اړه يوې غونډې ته ويلي وو چې دې منصوبه کې به د چا حق نه خوړل کيږي خو پښتانه ملت پاله سياستوال د هغه په نيت شک لري.

د سوات موټر وی پروژه چې د تحريک انصاف حکمران ګوند يې په خيبر پښتونخوا کې مثالي کار بولي، د امير حيدر خان هوتي په وينا د عوامي نيشنل ګوند حکومت پيل کړې وه.

هغه په دې اړه وويل: ((دا منصوبه موږ پيل کړې وه او اوس يې د تحريک انصاف حکومت پوره کوي. موږ پرې له دې وجې اعتراض لرو چې دې لړ کې د ملاکنډ ډويژن له خلکو ډير ټيکسونه اخيستل کيږي.))

XS
SM
MD
LG