د افغانستان د ولسي جرګې عدليې او قضايي کمېسیون وايي د انس حقاني په څیر یو شمېر نور مجرمینو ته هم بايد د مرګ سزا ورکړل شي.
د دغه کمېسیون مشر سید محمد حسن شریفي نن (دوشنبه) مشال راډيو ته ويلي هر هغه چا ته چې په افغانستان کې یې بې ګناه انسانان وژلي وي، سخته سزا ورکړل شي.
د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د کابل ابتدايه محکمې يا عدالت انس حقاني ته د مرګ سزا اورولې.
انس حقاني د حقاني نيټ ورک د مشر او بنسټ ايښودونکي جلال الدین حقاني کشر زوی دی، چې په ۲۰۱۴ م کال د اکټوبر په ۱۴ د خاصو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو.