د لاسرسي ځای

تازه خبر

بر دير: په سکول کې چاودنې درې ماشومان ژوبل کړل


د خیبر پښتونخوا د بر دیر په ډوګ دره کې په یو پرايمري سکول کي نن سهار یوې چاودنې درې ماشومان ژوبل کړي دي. د شرینګل تاڼې یو پولیسچارواکي مشال راډیو ته وويل چې بمي چاودنه په سلام بېکي کلي په یو سرکاري پرايمري سکول کې وشوه.

د ډوګ درې یو بلدیاتي استازي احسان الله مشال راډیو ته وويل چې تر چاودنې وروسته د یرې ترهې له امله په ډوګ دره کې تر ۵۰ زيات سکولونه وتړل شول.

د ډوګ درې سکول يو ښوونکی ناصر خان وايي، له حکومته يې مخکې هم غوښتنه کړې وه چې د امنيت انتظام ورته وکړي خو تر دې دمه نه دېوال لري او نه هم د سکول لپاره څوکيدار.

د بر دير د تعلیم د څانګې يو چارواکی کلیم الله وايي د سکولونو شمېره ډېره زیاته ده او د ده تر څارنې لاندې ۱۹۵ سکولونه دي چې په لرې سيمو کې موقعيت لري.

د نوموړي په وينا له دوی نه پنځه شپږ سکولونه پاتېشوي دي خو په را روان پلان کې به د دې سکولونو دېوالونه هم جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG