د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د وسلو لویه زېرمه له منځه تللې


بېګا (دوشنبه) د کورمې په پاړه چينار کې د ليويز ځواکونو د وسلو په يوه زېرمه کې د اور لګېدو له کبله ډېر چاودېدونکي مواد او وسلې له منځه تللي دي.

د بره کورمې مرستيال پوليټيکل ايجنټ شاهد علي خان د سېشنبې په ورځ مشال راډیوته وويل چې دا اور د بجلۍ د کرنټ له وجې لګيدلی وو چېله کبله يې يوه چاودنه وشوه.

د نوموړي په خبره که څه هم د وسلو دا زېرمه د ولسي وګړو له کورونو سره نږدې ده خو چاته پکې ځاني زيان نه دی اوښتی.خو په پېښه کې درې امنیتي سرتېري ژوبل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG