د افغانستان اجراییه رییس وایې تر راتلونکو څو ورځو پوري به د هېواد په بیلابیلو برخو کې د وسله والو مخالفانو د روانو حملو مخه ونیول شي.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله دا خبرې د دوشنبې پر ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وکړې.
((انشاالله چې په راتلونکو څو ورځو او یا څو اونیو پوري به د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسله والو مخالفانو له لورې د روانو پیل شوو جګړو مخه ونیول شي.))
اجراییه رییس دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په تیرو څو اونیو کې د بغلان، کندز، هېلمند او تخار یو شمېر سیمې د وسله والو طالبانو لاسته ورغلي خو وروسته افغان ځواکونه وتوانېدل چې دغه سیمې ونیسي.