د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن – بولدک لار پر پینځمه ورځ هم تړلې


کوټه - د لار تړل کېدو له کبله نه یوازې کاروبارونه زیانمن شوي بلکې عادي وګړي هم له ستونزو سره مخامخ دي.

د دې لار تړل کېدو له کبله، له افغانستانه د خټکیو او انګورو ټرکونه ولاړ دي او سوداګران وايي، مېوې یې خرابې شوې دي.

د چمن – بولدک لار تر هغې وروسته تړل شوې چې د پنجشنبې پر ورځ افغان مظاهره کوونکو پر دروازې کاڼې وورول او د پاکستانیو چارواکو په وینا، د پاکستان بیرغ ته یې اور واچاوه. تر دې وروسته پاکستان احتجاجاً ور وتاړه. له هغې ورځې راهیسې د دواړو هېوادونو امنیتي چارواکو غونډې کړې دي چې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.

له چمنه، سپین بولدک ته تلونکې سلګونه لارۍ ولاړې دي چې پکې زیاتره یې افغانستان ته سامان وړونکې او هلته د مېشتو ناټو ځواکونو لپاره د خوړو وړونکي ګاډي دي.

دواړو خواو ته ګڼې لارۍ ولاړې دي
دواړو خواو ته ګڼې لارۍ ولاړې دي

په چمن کې د سوداګرانو اتحادیې مشر انجینر داود اڅکزي مشال راډیو ته وویل، کاروباریانو او ټرانسپورټرانو ته ((لوی زیان ور په برخه شوی)) دی. دی وايي، یوازې ګاډي نه دي، بلکې په چمن کې منډیي او مارکېټونه هم له پینځو ورځو راهیسې تړلي دي.

اڅکزي د دواړو هېوادونو له چارواکو غوښتنه کړې چې د دروازې پرانیستو لپاره دې ((سمدستي اقدامات وکړي)) چې کاروبارونه روان شي او ولسي وګړي هم له مشکلاتو وژغورل شي.

د چمن او سپین بولدک پر لار هره ورځ له ۱۰ تر ۱۵ زره پورې خلک تګ راتګ کوي چې پکې یې زیاتره سوداګران دي. خو ورسره، له کندهار، هېلمند او نورو ولایتونو څخه سلګونه خلک د درملنې په موخه له وره اوړي او کوټې او کراچۍ ته ځي.

XS
SM
MD
LG