د ترکيې چارواکي وايي، د هېواد په جنوب-ختیځ کې د واده په مراسمو کې یوی چاودنې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژلي دی.
د سیمې ګورنر علي یرلیکایا وویل، د شنبې یا خالي پر ورځ په ګازيانتیپ ښار کې په شوي ترهګر برید کې ۹۴ کسان ژوبل شوي هم دی. دا ښار د شام له سرحده شاوخوا ۶۴ کلومیټره لرې پروت دی.
د ترکيې مرستیال وزیراعظم محمد سیم سیک ویلي، داسې ښکاري چې ((دا وحشیانه)) حمله یو ځانمرګی برید دی.
د برید ذمه واري لا هم چا نه ده منلی.