د لاسرسي ځای

تازه خبر

راحیل شریف: د ترهګرو ځالو له منځه وړلو لپاره به مهم ګامونه پورته کوو


د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف ويلي دي چې په ټول هېواد کې د ترهګرو ځالو ختمولو لپاره به ټول مهم ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ((آی ايس پي آر)) د جمعې پر ورځ په خپور شوي بيان کې ويلي دي چې د پوځ مشر په خېبر ايجنسۍ کې له کرښې سره نزدې د پوځي عملياتو جاج واخست او هلته يې له پوځيانو سره وليدل.

په دې موقع د پوځ مشر د ترهګرو د تګ راتګ مخنيوي لپاره د تګلارې عملي کولو هدايات هم ورکړل.

په دې وروستيو کې پوځ په خېبر ايجنسۍ کې له کرښې سره نزدي عمليات پيل کړي، چې په کې د يو شمير وسله والو د وژل کېدو ادعا شوې، خو ازادو سرچينو دغه ادعاوي نه دې تایید کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG