د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې عملیات پیل کړي


د افغانستان دفاع وزارت وايي افغان پوځیانو په هغو سیمو کې چې د مخالفینو فعالیتونه زیات دي ۲۴ عملیاتونه پیل کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش د پنجشنبې پر سهارمشال راډیو ته وویل دغه عملیات اکثره په هلمند، کندز، ننګرهار، بغلان، بادغیس او غور کې روان دي او افغان ځواکونه ښې لاسته راوړنې هم ترې لري.

((موږ یقینا په هغو سیمو کې چې دښمن فعاله دي خپل عملیاتونه ترسره کوو. د بیلګې په توګه د هلمند په ولسوالیو کې په بغلان،کندز او ځینو نورو سیمو کې موږ خپل عملیات روان کړي دي. موږ ښې لاسته راوړنې هم لرو.))

رادمنش وویل افغان ځواکونه په یادو عملیاتو کې له هوا او ځمکې وسله وال مخالفین په نښه کوي او ډېر تمرکز یې دا دی چې ملکیانو ته له مرګژوبلې اوښتو پرته سیمې د مخالفینو له وجوده پاکې کړي.

دفاع وزارت په داسې حال کې په بېلا بېلو سیمو کې د عملیاتونو له ترسره کولو خبره کوي چې ویل کېږي په هلمند، کندز، بغلان، غور او ځینو نورو ولایتونو کې وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG