د بونير پوليس مشر ډي پي او، خالد محمود خانداني په سکواډ بم چاودنه شوي چي پکي دوه پوليس اهلکار ژوبل شوي دي.
د بونير ضلعې پوليس مشر ډي پي او خالد محمود خانداني د کاروان پر ګاډوله بريکوټ سره نژدې پر کړاکړ سړک هله د سړکغاړې ښخ بم وچاود چې نوموړی له خپلو ساتونکیو سره د سوات پر لار وو.
د سوات ډي پي او سليم مروت وايي، چادونه د ګاډو له تېرېدو وروسته شوې او ډېر زیان یې نه دی اړولی. د نوموړي په خبره تر چاودنې وروسته یو ګاډی چپه شوي چې دوه پولیس سرتېري پکې ژوبل شوي دي.
له پېښې وروسته د پولیس او پوځ سرتېرو په ګډه په دغه سيمه کې د وسله والو لټون بیل کړی خو تر دا ګړۍ لا هم هېڅ یوې ډلې د پېښې ذمه واري نه ده منلې.