د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د وسله والو یوه ډله نیول شوې


په کراچۍ کې پولیسو د عملیاتو پر مهال د لشکر جنګوي العالمي په نوم یوې وسله والې ډلې څلور وسله وال نیولي دي.

د پولیسو په وینا دغه وسله وال د کراچۍ له ګلشن اقبال سیمې نیول شوي دي.

د کراچۍ پوليسو مشر فاروق اعوان د سېشنبې پر ماښام له خبریالانو سره په خبرو کې ادعا وکړه.چې نيول شوي کسان د پنجاب کورنيو چارو د وزير شجاع خانزاده او تېر کال په کراچۍ کې د دوو امنیتي سرتېرو په وژنه کې ککړ دي.

د پوليسو مشر خبريالانو ته وويل چې د دې ډلې مشر ابوسفيان دی چې د معاويه په نوم پېژندګلو لري او امکان لري چې هم دغه تن د پنجاب کورنيو چارو پخواني وزير شجاع خانزاده پر حجره د ځانمرګي بريد پلان جوړ کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG