د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله وال له نورستانه پر شا تمبول شوي: والي


د نورستان دولتي چارواکي ادعا کوي چې په وانت وایګل کې يې د طالبانو ستره حمله په شا تمبولې او برید کوونکو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د یکشنبې پر ماسپښين مشال رادیو ته وویل تراوسه ورته د وسله والو طالبانو ۱۶ مړي په لاس ورغلي او کېدای شي دغه شمېر نور هم زیات شي.

والي وایي په نښته کې دوه سرتېري وژل شوي او شپږ ټپیان دي او جګړه اوس هم دوام لري.

په کونړ کې د عامې روغتیا ریس ډاکتر احسان الله فضلي وايي تر دې دمه ورته درې ژوبل راوړل شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په وانت وایګل کې دروانې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG