په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي، د هلمند مرکز لشکرګاه ته د جګړې نزدې کېدلو له وجې د بست په روغتون کې د ناروغانو علاج په سمه توګه نه کېږي.
یادې ټولنې د شنبې پر ورځ رسنیو ته په استول شوي یو بیان کې ویلي، د جګړې په نتیجه کې ناروغان دغه روغتون ته نشي ورتلای.
لشکرګاه ته د نژدې سیمو په ګډون د هلمند ولایت په بېلا بېلو برخو کې له څو اونیو راهیسې سختې جګړې روانې دي.
د هلمند د ولایتي شورا مشر کریم اتل د شنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې هلته اوس هم درنې جګړې روانې دي.