د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې وسله والو یو لوی پل په بمونو الوزولی


چارواکي وايي چې د لغمان ولایت د الینګار پر سیند د ادها په نوم پل په بمونو الوزول شوی چې له امله يې پر موټرو سربیره د پلیو خلکو د تګ راتګ لار هم تړل شوې ده.

د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل، دغه پل سلګونه کلي له مرکز سره تړل چې روزانه پرې په زرګونو خلکو تګ راتګ کاوه، پخوا يې هم يوه برخه د دولت وسله والو مخالفینو تحریب کړې وه، خو تېره شپه شاوخوا ۱۲بجې يې په بشپړه توګه په بمونو والوزاوه او د خلکو د تګ راتګ لاره يې وتړله.

له تېرې يوې اوونۍ راهیسې د لغمان په بېلابېلو سيمو کې د دولت وسله وال مخالفبن له افغان ملي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي چې د چارواکو په وینا دواړو لوریو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG