افغانستان له قرغیزستانه غوښتنه کړې چې د کاسا – ۱۰۰۰ او پینځو هېوادونو تر منځ د اورګاډي پټلۍ غځولو د پروژو کارونه چټک کړي.
دا غوښتنه د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر تېره ورځ په بېشکېک کې له قرغیز ولسمشر الماس بېګ اتمبایېف څخه وکړه. اتمبایېف وویل، د پروژو عملي کولو ته چمتو دی. د کاسا – ۱۰۰۰ پروژه د قرغیزستان برېښنا د تاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته رسوي او د اورګاډي ګډه پټلۍ افغانستان، قرغیزستان، ایران، تاجکستان او چین له یو بل سره تړي.