د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستانۍ هېلیکوپټرې عملې خوشېکېدو هڅې دوام لري


د لوګر د ولایتي شورا یو غړي چې قامي مشران له طالبانو سره په خبرو بوخت دي او هڅې کېږي چې د پاکستانۍ هېلیکوپټرې عمله ژر تر ژره راخوشې کړي.

د ولایتي شورا غړي عبدلولي وکیل د سېشنبې ورځ ازادي راډيو ته وویل، که څه هم طالبانو شرطونه ایښي دي خو هیله یې وښودله چې د راخوشېکېدلو هڅې به بریالۍ شي.

دغه پاکستاني هیلي کاپټر د تکینیکي ستونځو له کبله د تیرې پنج شنبې په ورځ د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې بیړنۍ ناسته وکړه او عمله يي چې شپږ پاکستانیان او یو روسي انیجینر وو طالبانو یرغمل کړل.

قامي مشران چې له طالبانو سره يي تماسونه نیولی ډاډ ورکوي چې یرغمل شوي کسان به خوشي کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG