د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې چاودنو لس عام وګړي وژلي دي


افغان چارواکي وايي ، په پکتیا کې د ماین په دوو چاودنو کېلږ تر لږه لس عام وګړي وژل شوي دي

د پکتیا د والي ویاند نقیب احمداتل اسوشیتیدپریس خبري آژانس ته ویلي چې د یوې کورنۍ پنځه غړي هغه مهال ووژل شول چې د سپرلۍ موټر یې پر یوه خښ شوي ماین برابر شو.

اتل همداراز ویلي دي چې پنځه نور کسان پرون مازیګر هغه مهال ووژل شول چې ټراکټور یې پر یوه ماین برابر شو. دواړه پیښې د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې شوې دي.

اتل په سیمه کې فعال وسله وال مخالفین ګرم وبلل ځکه د نوموړي به وینا د دې ډلو وسله وال د سیمې د خلکو د ویرولو لپاره له دې ډول تکتیکونو کار اخلي.

وسله والو طالبانو او د مخالفینو نورو ډلو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG