د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي لوبغاړي له تورونو سپین کړل شول


روسي لوبغاړي
روسي لوبغاړي

د لوبو یوه نړیوال عدالت د رېوډي جېنېرو په اولمپېک لوبو کې هغو روسیو لوبغاړو ته د سیالیو اجازه ورکړې چې د نشه يي موادو استعمال تورونو له کبله ورباندې بندیز لګېدلی وو.

دې عدالت تېر ماښام وویل، د ځېنو داروګانو او موادو استعمال په اړه د اولمپېک لوبو نړیوالې کمېټۍ د تېر وخت بندیزونه نشي عملي کېدای.

دا پرېکړه پر داسې وخت شوې چې د اولمپېک کمېټۍ د روسیې له ۳۸۹ اولمپېک لوبغاړو څخه ۲۷۱ ته په سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړه. د روسیې له ۱۱۸ لوبغاړو څخه ځېنې چې رسماً ورباندې بندیز وو اوس ښايي د عدالت تر پرېکړې وروسته بېرته د لوبو لپاره اجازه تر لاسه کړي.

عدالت وویل، بندیزونه ځکه نشي عملي کېدای چې یو لوبغاړی د یو جرم لپاره دوه ځلې تر بندیز لاندې نشي راتللای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG