د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډله ترهه ګره وګرځوله


امریکا د چارشنبې ورځ تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار نړیواله ترهه ګرهه ډله وګرځوله. په یاده ډله شک دی چې د برسلز او پېرس ترهه ګرو بریدونو ترشا لاس لري.

د امریکا خارجه چارو دفتر وویل چې د نړیوالو ترهه ګرو په لسټ کې شاملول د یادې ډلې او د مشکوک بریدګر محمد ابریني خلاف ډېر اثر لري ځکه چې د دې په نتیجه کې به خلک خبر شي چې دوی په ترهه ګرو کاروایانو کې بوخت دي او دا راز د دوی خلاف مالي بندیزونه هم ولګي.

جماعت الالحرار ډلې په پاکستان کې هم د یوشمېر وسله والو بریدونو ذمه واري منلې ده او په تېره مارچ میاشت کې یې په پېښور کې د امریکايي کونسلګرۍ دوه پاکستاني کارکوونکي هم وژلي ول. یاده وسله واله ډله د تحریک طالبان تر سیوري لاندې د ۲۰۱۴م کال په اګست کې جوړه شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG