د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکه کې نهه پولیسوال وژل شوي


د بنګله دېش په سرښار ډاکه کې د نښتې ورسته پولیسو نهه وسله وال وژلي دي. یوې غربي خبري ایجنسۍ د پولیس چارواکي په حواله ویلي، وژل شوي ټول کسان له یوې وسله والې ‌ډلې سره تعلق لري خو دا لا تر اوسه نه ده څرګنده چې د کومې ډلې غړي دي.

د استوګنې په سیمه کې د چاپي پر مهال یو مشکوکه تن هم پولیسو نیولی دی.

د رواني میاشتي په لومړیو ورځو کې په ډاکه کې پر یوې چایخانې د برید ورسته په کاروایانو کې پولیسو ګڼ وسله وال نیولي دي. د ډاکې پر هغه چایخانې په برید کې شل کسان وژل شوي ول، چې پکې ډېری یې بهرنیان ول. پولیس باور لري چې ګڼ وسله وال اوس هم پټ دي او کیدای شي چې د بریدونو پلانونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG