سوکباز محمد وسیم: د پاکستان حکومت مې هېڅ مرسته نه ده کړې
د سهېلي کوریا په سیول ښار کې د سوکبازۍ په نړیواله سیالۍ کې د فلپاین سوکباز جیتر اولیویا ته ماتې ورکوونکی ځوان سوکباز محمد وسیم خپل پلرګني ټاتوبي کوټي ښار ته په تود هرکلي سره ورسېد. د مشال راډيو له خبریال ایوب ترین سره په خبرو کې محمد وسیم وویل چې د پاکستان حکومت یې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.