د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوېس شاه راخوشېکدو مهال درې برمته ګر وژل شوي


د اوېس شاه راخوشېکدو مهال درې برمته ګر وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار په وینا چې د حېبر پښتونخوا له ټانکه یې بېګا شپه شاه خوا دوه نیمې بجې د سیند صوبې د های کورټ چیف جسټس زوی د امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارې په ځانګړیو عملیاتو کې راخوشې کړی دی. په راولپنډۍ کې له مطبوعاتو سره په خبرو کې د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ویاند لېفټینېنټ جنرل عاصم باجوه وینا وه چې د سیند صوبې د های کورټ چیف جسټس زوی له ناقانونه ګرځول شوې تنظیم تحریک طالبان پاکستانه بېلې شوې یوې ډلې تښتولې وو چې پکې القاعده هم ملوثه وه. په دې اپرېشن کې درې واړه وسله وال وژل شوي دي. یاده دې وي چې اوېس شاه په کراچې کې تېره جون میاشت تښتول شوی وو. له کراچۍ د محمد عمران ویډيو راپور

XS
SM
MD
LG