د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر په فرانس کې پر عامو خلکو برید وحشیانه جنایت وباله


کابل: د افغانستان ولسمشر اشرف غني د فرانس په جنوب کې په نیس ښار کې شوی برید چې په پایله کې یې یو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، په سختو ټکو وغاندده.

ولسمشر اشرف غنيد دغه ترهګریز برید د سخت غندلو پرمهال وویل، پر ملکي وګړو برید جنایت او وحشیانه عمل دی.

نوموړي وویل ، دغه وحشیانه جنایت نه یوازې د بښنې وړ نه دی، بلکې په هیڅ ډول یې جواز نه شي جوړېدای.

د ولسمشر غني په وینا ، تروریزم سرحد، نژاد، دین او مذهب نه پېژني، د ټولې سیمې او نړۍ لپاره ګډ خطر دی.

هغه یو ځل بیا د دغې شومې پدیدې پر ضد د نړۍ د ټولوهېوادونو پر ګډه مبارزه ټینګار کوي.

نوموړي د فرانسې حکومت او د دغه ترهګریز برید د قربانیانو کورنیو سره غمرازي ښودلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG