د لاسرسي ځای

سعودي باچا د سختدریځو ضد د سخت اقدام ژمنه کړې


له مسجد نبوي سره نېږدې تر ځانمرګي برید وروسته په سیمه کې اور لګېدلی وو.

ریاض - د سعودي عرب باچا سلمان ژمنه کړې ده چې هغه خلک به ځپي چې د هېواد ځوانان غلطوي.

نوموړي دا خبره پر چارشنبه (شورو) د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې تر هغې وروسته کړې چې د دوشنبې پر ورځ پر مسجد نبوي او دوه نورو ځایونو بریدونه وشول.

نوموړي وویل، هېواد یې ((په بشپړ ډول ژمن دی چې له هغو کسانو سره سخت چلند وکړي)) چې د هېواد د ((ځوانانو ذهن او افکار په نښه کوي.))

په مدینه کې له مسجد نبوي سره نېږدې په شوي برید کې څلور پولیسان وژل شوي ول. د نړۍ لویو اسلامي شخصیاتو د دې برید غندنه کړې.

پر دوشنبې په قطیف ښار کې د اهل تشیع له جومات سره نېږدې هم یوه ځانمرګې حمله وشوه، تر دې مخکې سهار وختي په جده کې له امریکايي قونصلګرۍ سره هم ځانمرګی برید شوی وو.

د دې حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

یو شمېر شنونکي وايي، اسلامي دولت ډله د دې بریدونو تر شا وه.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG