د لاسرسي ځای

تازه خبر

مدینه: له نبوي جومات سره ځانمرګي برید څلور عسکر وژلي


د سعودي عربستان په مدینه ښار کې مسجد نبوي ته نژدې یو ځانمرګي برید څلور امنیتي عسکر وژلي دي.

د سعودي عرب د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دوشنبې په ورځ په شوي دې برید کې پنځه نور کسان هم تپي شوي دي.

دې ته ورته په دوو نورو ښارونو کې د شعیه جومات او یو امریکايي کونسلګرۍ ته نژدې دوو نورو بریدونو په سعودي عریستان کې د منظمو بریدونو وېره خپره کړې ده.

په خیتځ ښار قطیف کې د شعیه جومات په خوا کې یوه یا دوې چاودنې شوې دي. د سعودي د امنیتي ځواکونو یو ویاند ویلي چې د برید کوونکي او یو بل کس مړي پېژندل شوي دي.

عیني شاهدانو تر پېښه وروسته وویل چې د برید کوونکي د بدن له پاتې شونو ښکاریده چې ځانمرګی وو.

تر اوسه چا د دې بریدونو زمه واري نده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG