د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې پوځي عملیات پیل شوي


د افغانستان د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې پوځي عملیات روان دي او د افغانستان هوايي ځواکونو بمباري پيل کړې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په حصارک کې وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی او سیمې ته اضافي امنیتي ځواکونه استول شوي دي.

عطاالله خوګیاڼی وايي "په دې نښتوکې ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵۴ ژوبل شوي دي.

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې هم له یوې اونۍ راهیسې پوځي عملیات روان دي.

د دې ولایت د والي وياند څرګنده کړه چې په کوټ ولسوالۍ کې درې کلي د داعش له وسله والو پاک شوي، ۲۲۵ وسله وال یې وژل شوي او تر ۹۰ زیات زخمیان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG