د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین: د برتانیا ټولپوښتنې ګوزار به تر ډېره محسوېږي


روسی ولسمشر ولادمیر پوتین وايي، د دې باوجود چې د نړیوالو بازارونو تاواني کیفیت کم شوی خو له اروپايي ټولنې څخه د برتانیا وتلو رایې ګوزار به تر اوږدې مودې محسوسېږي.

نوموړي بېګا ماښام (پنجشنبه) په مسکو کې د روسیو ډېپلوماټانو یوې غونډې ته وویل، ((د ټولپوښتنې نتیجو بازارونه اغېزمن کړي او ځپلي دي خو په لنډه موده موده کې به هر څه ورغېږي.))

ده سپیناوی ونکړ خو ویې ویل، په بله معنا، ((دا ظاهره ده چې د ټولپوښتنې د نتیجو ضربې اثرات به تر کافي زیاتې مودې محسوس کړل شي.)) د هغو ګمانونو او شکونو باوجود چې ګواکې پوتین د برتانیا او اروپايي ټولنې له سیاسي او اقتصادي بحراني حالته خوند اخلي، ده ټینګار وکړ چې روسیې د جون پر ۲۴مه د برتانیې پر ټولپوښتنه هېڅ اثر نه درلود.

ده وویل، پر دې یو ځل بیا ((ټینګار کوي چې له اروپايي ټولنې څخه د برتانیې وتل، د برتانیویانو انتخاب وو او دوی په دې عمل کې هېڅ مداخلت نه دی کړی.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG