د پښتو ژبې وتلې سندرغاړې نازیه اقبال نوی البم
د پښتو ژبې وتلې سندر غاړې نازيه اقبال راروان اختر کې د د سندرو نوې البم بازار ته راوړي. د نازيه اقبال دا البم په اردو ژبه کې دې. نازيه اقبال مشال راډیو ته وويل چې په اردو کې سندرې وويل د هغې خوښه ده. نوموړې وايي چې په دې البم کې به د استاد نصرت فتح علي خان ، بيګم نور جهان او د مهدي حسن غوندې غټو فنکارانو مشهورې او ګرانې سندرې او قوالې وي.