د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکايي جنګي بېړۍ له روسۍ هغې سره په جوختېدو شکایت


روس شکایت کړی چې دامریکا یوه جنګي بېړۍ د مدیترانې په سمندرګي کې د دوی یوې بېړۍ ته نږدې تیره شوې او د يوي ويډيو په خپرولو سره ماسکو ويلي چې دا يو"خطرناک" حرکت دی.

خو د امریکا د دفاع وزاراتچارواکو بیا د دې پېښې په اړه مختلف دريځ بیان کړی دی او د دې پېښي ذمه واري يې پر روسي جنګي بیړیو اچولې اوپر روسیې يې تور پورې کړی چې دغو بېړيو له امریکايي بېړيو سره نيږدي نامسلکي او ناخوندي عملیات کول .

د روسیې دفاع وزارت پرون سېشنبه د امریکا توغندي ـــ ضد جنګي بېړۍ د نړیوالو سمندري قوانینو په سرغړونه تورنې کړې او ویې ویل چې امریکايي بېړۍ په نړیوالو اوبو کې د دوی له بېړیو د ۷۰ متره واټن کې تیرې شوې دي.

دروسیې دفاع وزارت ویلي، دا پېښه تېره اونۍ شوې اوپه یوه خبرپاڼه کې یې څرګنده کړې چې امریکايي ماڼوګانو پداسې حساسه سیمه کې د ذمه وارهحرکت بنیادي اصول ترپښو لاندې کړی او د خپل خطرناک کار په نتيجو يې غور نه دی کړی.

د امریکا دفاع او بهرنیوچارو وزارتونو دروسیې د دې ادعا په اړه څرګندونې نه دي کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG