د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې نږدې اوه مېلیونه خلک پر نشو روږدي دي


په پاکستان کې یو تن چې په نشو روږدي شوی.
په پاکستان کې یو تن چې په نشو روږدي شوی.

د پاکستان په ګډون په درسته نړۍ کې د جون ۲۶ مه د منشېاتو د مخ نېوي ورځې په توګه لمانځلې کيږي او موخه یې اولس د منشېاتو د نقصان نه خبرول او د دې د مخ نيوي لپاره شعور رابېدارول دي.

د ملګرو ملتونو د منشېاتو د مخ نيوي اداره UNODC د راپور ترمخه چې په پاکستان کې ۶۷ لکه خلک نشه ييز توکي او غېر قانوني درمل استعمالوي چې پکې زېات شمېر ۲۵ نه تر ۳۹ کالو عمر پورې د خلکو دی.

په راپور کې وېلې شوي دي چې۶۷ لکو کې دوه څلوېښت ۴۲ لکه کسان په مکمله توګه په نشو روږدي دي.

بلخوا د امريکا ېوه مجله فارن پاليسي په خپل ېو راپور کې وايي چې په پاکستان کې هر کال قريبا دوه نيم لکه پورې خلک د نشه ييز توکو د استعمال له وجې مري.

مشال راډېو چې کله د نشه یيزو توکو د مخ نيوې ادارې (اېنټي نارکوټکس فورس) وېاند سميع خان نه تپوس وکړو چې اداره يې په ملک کې د منشېاتو د مخ نيوي لپاره څه ګامونه پورته کوي؟ نو هغه وویل چې عمله يې په مختلفو تهانړو، چوکو او نورو حساسو ځاېونو کې موجوده وي او د نشه یيزو توکیو د خرڅونکو او اخېستونکو پرضد کاررواېانې کوي.

د نوموړي وینا وه چې اېنټي نارکوټکس فورس په درېوو طريقو سره کار کوي لومړی خو دا چې د قانون مطابق د نشه ييزو توګو د قاچاق مخ نيوی کوي.

دوېمه دا چې د منشیاتو د نقصاناتو په هکله په خلکو کې په مختلفو طريقو سره آګاهې راپېدا کوي ېعني د اخبارونو او ټې وي د لارې اشتهارونه چلوي، طبي کېمپونو د لارې اولس ته معلومات ورکوي، په کالجونو او سکولونو کې د نشه ييزو توکیو د نقصاناتو په اړه لېکچرې ورکوي، مختلفو غېر سرکاري ادارو سره په ګډه کار کوي. له دې نه علاوه د موسيقۍ او لوبو پروګرامونو د لارې هم په خلکو کې شعور رابېداروو.

او درېمه دا چې د نشېانو علاج لپاره هم زموږ ادارې په کوټه، کراچۍ او اسلام اباد کې سېنټرې هم جوړې کړې دي.

د ېوې پښتنې په ځواب کې د سميع خان وېنا وه چې په پاکستان کې قريبا څلوېښت فيصده پورې نشیان چرس استعمالوي.

مشال راډېو چې کله په اسلام اباد کې د نشېانو د علاج ېو مرکز الفلاح سېنټر مشر ډاکټر عبدالغيور خان نه د ېادو خلکو د علاج په اړه وپوښتل نو هغه وویل چې د داسې خلکو علاج بالکل ممکن دی او د څلورو نه تر شپږو مېاشتو علاج ورسته دوي ښه کېدای شي او په ېو مريض د مېاشت په سر د شل نه تر پنځويشت زره روپو پورې مصرف راځي.

د ډاکټر عبدالغيور په وېنا چې سېنټر ته يې د علاج په غرض راتلونکي مريضانو په شمېره کې ورځ په ورځ اضافه روانه ده او پکې د زېات شمېر مريضانو عمرونه د شپاړس نه تر څلوېښت کالو په مېنځ کې وي.

XS
SM
MD
LG