د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په مختلفو برخو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په عملیاتو کې ۳۶ دولت ضد وسله وال وژل شوی او ۲۰ نور ژوبل دي.
په وژل شویو کې د وسله والو دوه قومندانان هم شامل دي.
دا عملیات په ننګرهار، کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، فاریاب، بدخشان بغلان، خوست، لغمان، جوزجان او کندز ولایتونو کې ترسره شوي دي.
د دفاع زوارت د خبرپاڼې له مخې په دې عملیاتو کې یو افغان سرتېری وژل شوی دی.
خبرپاڼه وايي چې د دې پوځي عملیاتو په ترڅ کې یوه زیاته اندازه وسله او مهمات هم نیول شوي دي.