افغان ولسمشر اشرف غني نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشقند کې د شانګهای اقتصادي همکاریو سازمان غونډې ته وینا کوي.
د ولسمشر یوه ویاند شاه حسین مرتضوي بېګا مشال راډیو ته وویل، غني به د سیمې یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري.
ده وویل، افغانستان دا مهال د شانګهای اقتصادي همکاریو سازمان ((ناظر غړی دی)) او دا چې دوی هیله لري چې د بشپړ غړیتوب لپاره به د هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړي.