د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شانګهای غونډه مهمه اجنډا افغانستان ده


د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې افغانستان د اجنډا یوه مهمه موضوع ده.

دا دوه ورځنۍ غونډه نن د پنجشنبې په ورځ د ازبکستان په مرکز تاشکند کې پرانیستل کېږي.

په دغه اړه د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه پال مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان ولسمشر به نن د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د ازبکستان مرکز تاشکند ته ولاړ شي.

مینه پال زیاته کړه چې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین په دې غونډه کې د افغانستان د ولسمشر سره د لیدنې او ملاقات غوښتنه کړې ده خو تر اوسه په دې اړه لا څه پرېکړه نه ده شوی .

تمه ده چې دا ځل هند او پاکستان د دې سازمان دایمي غړیتوب ترلاسه کړي. افغانستان، ایران او منګولیا د اوس لپاره د دې سازمان څارونکي غړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG