په کراچۍ کې د چارشنبې په مازيګر نامعلومه وسله والو د ښار لياقت اباد سيمه کې په يو موټر ډزې کړي چې پکې د پاکستان نوميالی قوال اجمد صابري وژل شوی دی.
د کراچۍ پوليسو وياند قمرزېب ستېي مطبوعاتو ته ویلي چې د معلوماتو ترمخه امجد صابري له خپلو دوو نورو ملګرو سره د ښار لياقت اباد نمر لسم سيمه کې روان وو چې ناڅرګنده کسانو پرې ډزې وکړې.
د عباسي شهيد روغتون د وياند ترمخه امجد صابري په سر او سينه ويشتل شوی وو او په مرګوني حالت کې روغتون ته رسول شوی و.
۴۵ کلن امجدصابري د غلام فريد صابري زوی دی چې د خپل وخت مشهور قوال و.
د امجد صابري د وژنې ذمه واري تر دې دمههېڅ وسله والې ډلې نه دهقبوله کړې.