د لاسرسي ځای

تازه خبر

مرکه: د وسله والو بریدونو لپاره تحرک څنګه پیدا کېږي؟


پراګ - اسلامي دولت ډلې د امریکا په یوه کلب کې د وسله وال برید ذمه واري ومنله. خو په هغه هېواد کې ځېنې شنونکي وايي، عمر متین دې ډلې نه وو روزلی او ورسره یې اړیکي هم نه ول.

په امریکا کې مو له لیکوال او د نړیوالو اړیکو له څېړونکي پیټر برګن سره خبرې کړې دي او له هغه مو پوښتلي چې څو کاله مخکې د فیصل شهزاد په نوم یو کس هم په نیویارک کې بمي برید کول غوښتل چې ذمه واري یې د پاکستان طالبانو منلې وه، نو هغه او د اورلانډو برید موضوعات ولې دومره جلا دي؟

بله پوښتنه دا چې ایا وسله والې ډلې دا وړتیا لري چې ریښتیا هم په امریکا او غرب کې دا ډول بریدونه پلان کړي؟

د پیټر برګن خبرې لاندې د غږ په ځای کې واورئ.

مرکه: د وسله والو بریدونو لپاره تحرک څنګه پیدا کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پیټر برګن د مرکې ځېنې برخې:

۱. د اورلانډو برید ډېر مختلف دی. موږ ته چې څومره معلومات دي، عمر متین هېڅ کله شام ته نه وو تللی او له اسلامي دولت ډلې سره یې هېڅ رابطه نه وه. نو دا دواړه ډېرې جلا کیسې دي.

عمر متین
عمر متین

۲. کله چې پېښه وشوه نو اسلامي دولت ډلې وویل چې د [اورلانډو کلب] برید دوی کړی. خو دې ډلې [عمر متین] نه وو روزلی. دا اصلاً د دې ډلې د ستراتیژۍ برخه ده یعنې دوی غواړي چې په غرب کې حملې وشي او بیا یې ذمه واري ومني.

۳. د عمر متین کیسه ډېره پېچلې ده. ایا هغه همجنسبازه وو؟ که نه د دوی ضد وو؟ یقیناً هغه په القاعدې او اسلامي دولت ډلو کې دلچسپي لرله. نو زما په نظر، د هغه تحرکات سره مېکس یا ګډ ول. خو اصلاً دا ځېنې کسان دي چې غوسه وي او ځان له یوې نظریې سره تړي.

داود خټک
داود خټک

لکه [د امریکايي پوځ] مېجر ندال چې په ټیکسس کې یې په اډه کې ۱۳ کسان ووژل. له یوې خوا هغه جهادي وو، خو له بلې خوا هغه هېڅ ملګري نه لرل، مور و پلار یې مړه شوي ول، هغه افغانستان ته له تګه ډارېده، هغه واده نه وو کړی، بچي یې نه لرل. نو چې څومره دا هر څه څېړو، هومره دا پېچلي کېږي.

۴. په امریکا کې د [وسله والو بریدونو مخنیوي] یوه حللاره خو دا ده چې که یو کس د اېف بي ای تر پلټنو لاندې وي باید ورته د وسلو اخیستو اجازه نه وي. لکه د اورلانډو برید کوونکي که یوازې تفنګچه یا تماچه لرلای نو کېدای شي له درو یا څلور څخه زیات کسان یې نه وای وژلي.

XS
SM
MD
LG