د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما: د ترهګرۍ مخه باید ونیول شي


امریکايي ولسمشر باراک اوباما ویلي، د هېواد دننه او بهر باید د ترهګرۍ مخه ونیول شي.

نوموړي تېر ماښام په اورلانډو کې د کلب په ډزو کې له ژغورل شویو او د وژل شویو له خپلوانو سره تر لیدو وروسته وویل، امریکايي سیاست د ځېنو بې نظمه او ګډوډو کسانو لپاره دا ډېره اسانه کړې چې قوي وسلې واخلي.

د روانې میاشت پر ۱۱مه د فلورېډا ایالت اورلانډو په کلب کې د عمر متین په نوم د وسله وال په ډزو کې ۴۹ کسان وژل شوي ول.

متین د ډله ییزې وژنې پر مهال له اسلامي دولت ډلې سره د وفادارۍ دعوه کړې وه. په برید کې نیمه خودکاره ټوپک استعمال شوی وو چې تر دې وروسته یو ځل بیا په امریکا کې د وسلو اخیستو او ګرځولو قانون سختولو غږ وشو.

اوباما وویل، د کانګرس غړي باید ((له موقعې ګټه واخلي او پر وسلو د محدودیت قانون منظور کړي.))

ده وویل، پوځ او استخباراتي ادارې به د سختدریځو ډلو مخنیوی کوي، خو حکومت هر ((بې لارې کس)) نشي نیولای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG