د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه ځوانان ولې يو بل کنځي؟


پښتانه ځوانان ولې يو بل کنځي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:30:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په ټولنيزو رسنېو کې يواځې پښتانه ځوانان ولې يوبل ته کنځلې کوي؟ د ځوانانو غږ خپرونې يو ميلمه نبي تدبير وايي داسې ځوانان شته چې د خپل فېسبوک په ديوال به يې د باچاخان تصوير اچولی وي خو خپلو نورو پښتنو روڼو ته به کنځلې کوي. نوموړی وايي په پښتنه زمکه جنګونه دومره ډېر شوي چې تعليميافته ځوانان يې هم کله د جنګ اواز واوري نو ځان نه شي قابو کولې او برداشت له لاسه ورکوي. نوموړي د پاکستان او افغانستان دواړو خواو ته په ځېنو سیاسي ګوندونو تور پوری کړ چې د غيرت او پښتو په نوم پښتانه ځوانان جنګ ته هڅوي. همداراز څرګندونې په پيښور کې يو بل ټولنيز فعال افسرالملک افغان هم کوي نوموړی وايي له پښتنو پرته د هر يو قام خلک خپلو کې سره اتفاق او اتحاد لري. د ده په خبره د تورخم پيښې وروسته د ډيورنډ کرښې دواړو خواؤ ته يواځې پښتانه دي چې د يو بل سپکاوی کوي. د نن په ځوانانو غږ خپرونه کې موږ سره ميلمانه وو د جلال آباد نه د افغان ځوانانو په استازيتوب ځوان ټولنيز فعال نبي تدبير او د پاکستانيو ځوانانو په نمايدګۍ ځوان ټولنيز فعال او خبريال افسرالملک افغان. د ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم مومند له دې ځوانانو سره پر دې خبرې کړي چې پښتانه خوانان څنګه کولای شي چې خپله توانايې له يو بل سره د نفرت او اختلافاتو زياتولو پرځای په خپله سيمه کې د امن راوستو ،د تعليم او جمهوريت ودې او پر نورو مثبتو کارونو مصرف کړي. د غږ په ځای کې دغه خپرونه اورېدی شئ.

XS
SM
MD
LG