د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کډوال له خپلو کلیو بیا بنو ته وګرځېدل


د شمالي وزیرستان د اغېزمنو شویو کمېټۍ مشر نثار علي خان وايي، خپلو کلیو ته ستنې شوې یو شمېر کورنۍ بیا بنو ته ورغلې دي.

نوموړي تېر مازیګر مشال راډیو ته وویل، له وزیرستانه، بنو ته د کډوالو ستنېدو لامل دا دی چې انتظامیې ورته په خپلو سیمو کې هېڅ اسانتیاوې نه دي برابرې کړې:

((هغه خلک چې کورونه یې وران دي، [وزیرستان ته تر تګ وروسته اوس] بنو ته واپس راغلي دي. ځکه چې د چا چې کور وران دی د اوسېدو لپاره یې نه د خیمو بندوبست شوی، هلته نه د بجلۍ انتظام شته، نه د صفا اوبو او نه د [صحت یا روغتیا] انتظام شته. هغه شپږ میاشتني مراعات چې حکومت اعلان کړي ول، لکه راشن یا خواړه او ۱۲ زره روپۍ، هغه یې نه دي ورکړي. ورسره هېڅ قسم مرستې نه کېږي.))

په بنو کې مېشت کډوال وايي، هلته هم ورسره هسې مرستې نه کېږي لکه ژمنې یې چې شوې وې.

په قبایلي سیمو کې د ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، دا مني چې ستنېدونکي کډوال به ابتدا کې له مشکلاتو سره مخامخ وي، خو پوره هڅه کوي چې ټولې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG