د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پښتانه مشران باید پاکستان له افغانستان سره روغ کړي'


پښتانه ملتپالي وايي، افغانستان او پاکستان دې د تورخم دروازې په اړه شخړه د زور او جګړې پرځای په جرګو هواره کړي. ځکه چې پر تورخم ستونزه پښتانه ځپي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او قامي وطن ګوند مشرانو وویل، دواړه ګاونډي هېوادونه دې د خبرو لار غوره کړي.

د قامی وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شېرپاو وايي، د پاکستان او افغانستان ترمينځ روانه شخړه د اندېښني وړ خبره ده. له مشال راډيو سره په خبرو کې نوموړي وويل چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د روانې جګړې هواري لپاره يې هلې ځلې شورو کړي دي، او ډير ژر به يوه غونډه هم جوړه کړي.

(دواړه غاړې دې له افهام او تفهیمه کار واخلي، امن به هله راځي چې زموږ دواړه هېوادونه خپلو کې روغ وي. او د دې لپاره لګیا یو چې دواړه هېوادونه خپلو کې سره نژدې کړو. که دغه ستونزو په جرګو راوځي باید جرګې وشي.)

افتاب شپرپاو وويل چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ له جګړي څخه نور خلک ګټي پورته کول غواړي، او په موجوده حالاتو کې اعتمادسازي ډېره زياته مهمه ده.

د عوامي نېشنل ګوند د اطلاعاتو مرکزي سیکرېټري زاهد خان وايي چې د مرکزي حکومت له چارواکیو سره يې خبري کړي چې د تورخم دروازې شخړې په اړه خاموشی ختمه کړي او د حل لپاره عملي ګامونو پورته کړي.

زاهد خان وويل چې په دښمني او وينه تویولو مسلې نه هوارېږي، په دي هر څه يوازې پښتانه نه تباه کيږي، بلکې اثرات به یې پر ټوله سيمه وي، ځکه چې کله هم په افغانستان کې جنګ پیلېږي، نو اغېز یې پرټوله سيمه وي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مرکزي مشر مختار خان يوسفزی وايي چې پاکستان حکومت بايد له داسې ګامونه ډډه وکړي، چې په کې ولسونه ځپل کېږي. د ملتپاله ګوندونو د کردار په اړه مختار خان يوسفزي وويل:

(د پښتنو ملتپالو ګوندونو رول به دا وي، پاکستان ته ووايي، له خپلو دغو کیسو واوړه، ته د افغانستان په خاوره کې مه دروازې جوړوه. مه خندقې باسه او مه لاسوهنه کوه. نو بیا د افغانستان او پاکستان تعلق ښه کېدلای شي. که دا نه وي، نو تاسو ولیدل، څو څو ځله دغه زموږ پښتانه مشران کابل ته ولاړل، افغانستان یې په دې کانې کړ خو هغوی لیا راغلي نه ول چې په افغانستان کې د هغه هېواد د ملي امنیت ریاست په ګډون لویې لویې چادونې وشوې.)

د پښتنو ملتپاله ګوندونو ټولو مشرانو د پاکستان او افغانستانپر پښتنو غږ وکړ چې له زغمه کار واخلي او په ټولينزه شبکو دې یو بل ته د بد رد له ویلو ډډه وکړي.

د پاکستان او افغانستان ترمينځ په پوله تاوتريخوالي له هغه وروسته ډېر زيات شو، کله چې پاکستان پر تورخم د یوې نوې دروازې جوړولو کار پيل کړو.

په عین حال کې تیره ورځ په پیښور کې یوې خبرې غونډې ته د وینا په وخت د خیبر ایجنسۍ ځینو قبایلي مشرانو هم غوښتنه کړې ده چې پر تورخم روانه لانجه دې د ټوپک پرځای په جرګو هواره کړل شي.

XS
SM
MD
LG