د سوات پوليس ادعا کوي چې تحصيل کبل کې یې د وسله والو خلاف د لټون په عملیاتو کې درې وسله وال وژلي دي.
د کبل سيمې پولیس مشر ظفرخان نن د سېشنبې په ورځ مشال راډیوته وویل دغه عملیات پوليسو او د پاکستان پوځ په ګډه بېګا شپه له هغی وروسته پیل کړل چې وسله والو د پوليسو پر یوي ګشتي ګاډي بريد وکړ او درې پولیس واله یې پکې ژوبل کړل.
نوموړی زیاته کړه چې د لټون عملیات په دوران کې وسله والو ډزې وکړې چې په ځوابي کارروایي کې درې وسله وال وژل شوي خو د وژل شوي کسانو پېژندګلو تردې دمه نه ده شوي.
وسله والو لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي.