د لاسرسي ځای

تازه خبر

بل کېدونکی هر ډرون برید د پاکستان او امریکا تعلقات اغېزمنولای شي


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي،د وزیر اعظم د بهرنیو چارو سلا کار سرتاج عزیز او د امریکا د ولسمشر خصوصي استازي ډاکټر پيټر ترمېنځ ملاقات شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي په دې ملاقات کې په دوه اړخیزه تعلقاتو د سیمې د امنیتي وضعیت او د مې میاشتې پر ۲۱مه په بلوچستان کې ډرون برید د افغانستان سولې عمل ته زیان رسېدو په اړه خبرې کړي دي.

عزیز وویل،په راتلونکې کې کېدونکې هر ډورن برید به د دواړو هېوادونو پر تعلقاتو اثر غورځوي.

نوموړي اندېښنه څرګنده کړه چې د پاکستان په پلوچستا کې د طالبانو پر مشر ملا منصور اختر ډرون برید د سولې عمل لپاره کوښښونو ته زیان رسولی دی او دا ډرون په یو داسې وخت کې وشو چې کله پاکستان او د څلورو هېوادونو مفاهمتي غونډې د افغانستان سولې عمل لپاره سنجیده کوښښونه کول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG