د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین: بېلاروس دې روسیې ته خپل زراعتي پېداوار واستوي


د روسیې ولسمشر له بېلاروسه وغوښتل چې روسیې ته خپل زراعتي محصولات صادر کړي او د هغو مخه ونیسي چې له غربي هېوادو د بېلاروس لارې روسیې ته قاچاقېږي.

ولادیمیر پوتین دا خبرې د چارشنبې په ورځ په مینسک کې د روسیې او بېلاروس د مشرانو ګډې سیمه ییزې غونډې ته وکړې.

په دې غونډه کې د دواړو هېوادو یو شمېر نورو چارواکو هم برخه اخېستې وه.

روسیې په ۲۰۱۴م کال کې د اروپایي ټولنې، امریکا، کاناډا او یو شمېر نورو هېوادو چې پر روسیې یې د لویدیځ د بندیزونو پلوي کړې ده، واردات بند کړل.

وروسته تر دې چې روسیې د اوکراین کریمیا سیمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه، لویدیځو هېوادو پر روسیې یو لړ بندیزونه ولګول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG