د لاسرسي ځای

تازه خبر

“کندز کې له برمته و مسافرو ۷ تنه خوشې کړل شوي”


د کندز والي وایي وسله والو طالبانو د کندزتخار پر لویه لاره له دو موټرو ۴۰ سپرلۍ ښکته کړي او نامعلوم ځای ته یې بیولي دي.

اسد الله عمر خېل نن )چارشنبه) رسنیو ته وویل چې د دغو ۴۰ کسانو له ډلې ۷ تنه د پولیسو لخوا ژغورل شوې دي.

دغه مسافر د یوه ۳۰۳ او یوې سراچې موټر سورلۍ وه چې له تخاره کندز ته په لاره نن سهار ۷ بجې له موټرو ښکته کړای شول.

تراوسه طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

تېره اوونۍ بیا د کندز په علي اباد سیمه کې ورته پېښه کې طالبانو د څلورو بسونو ۱۸۵ سپرلۍ ښکته چې ۱۵۰ یې بیرته آزاد، ۱۳ یې ووژل او د شلو په شااوخوا کې یې له ځان سره بوتلل.

طالبانو هغه مهال وویل چې دوی د امنیتي ارګانونو کارکوونکي برمته کړي، خو د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وایي چې برمته شوي کسان ملکیان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG