د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م: داعشیان په شام او عراق کې پر ولسي وګړو بریدونه کوي


د ملګرو ملتونو یو رپورټ وايي، اسلامي دولت وسله واله ډله یوې داسې مرحلې ته داخله شوې چې په شام او عراق کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو بهر پر ملکي وګړو حملې کوي او هغوی وژني.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وړاندې کړل شوي پروني رپورټ کې راغلي، اسلامي دولت ډلې په تېرو شپږو میاشتو کې په ۱۱ هېوادونو کې د بریدونو ملاتړ یا لمسون کړی چې پکې له ۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي. رپورټ وايي، په دې کې پاکستان، روسیه، بنګلادېش، امریکا، ترکیه او ځېنې اروپايي هېوادونه شامل دي.

رپورټ وايي، د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو له معلوماتو سره سم، له شام او عراقه خپلو هېوادونو ته د ستنېدونکو وسله والو شمېر زیات شوی دی ځکه چې اسلامي دولت ډلې په هغو هېوادونو کې شاتګ کړی او د پام وړ خاوره یې له لاسه وتلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG