د لاسرسي ځای

تازه خبر

نرېندرا مودي په هرات کې د سلما بند پرانستلو ته ځی


سلما بند
سلما بند

ټاکل شوې چې هندی وزیراعظم نرېندرا مودي او افغان ولسمشر اشرف غني سبا په هرات کې د سلما بند پرانیسته وکړي.

د ولسمشر له دفتره په خپور شوي پروني بیان کې راغلي، دواړه مشران به د دې پروژې د پرانیستو تر څنګ، له افغانستان سره د هند پر پوځي او ملکي مرستو هم خبرې وکړي.

د سلما بند د هند په مالي او تخنیکي مرسته بیارغول شوی دی چې د ۴۲ مېګاواټه برېښنا یا بجلۍ پیدا کولو او شاوخوا ۷۵ زره هېکټره ځمکې خړوبولو توان لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG