د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سومالیې په پلازمېنه موغدیشو کې ځانمرګي برید ۱۵ تنه وژلي


چارواکي وايي، د شورو ورځ وسله والو د سومالیا په مرکز موغدیشو کې د یوه هوټل پر لویه دروازه یوه ځانوژونکي موټربم برید او ورپسې ډزو د دوو پارلماني غړيو په ګډون لږ تر لږه پینځلس تنه وژلي دي.

د پوليسو يو چارواکي ميجر ابراهيم حسن رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي چې په دې بريد کې شل نور کسان ژوبل شوي هم دي.

پر امبېسډر هوټل پرون لومړی د موټر بم حمله وشوه بیا ډزې وشوې. په دې هوټل کې تر ډېره سیاستوال، حکومتي چارواکي او سوداګر پاته کېږي.

له القاعده سره تړلې الشباب وسله والې ډلې د برید ذمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG