د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغان کډوالو په پلمه پاکستان له جهاني فشارونه مخ اړوي'


افغان چارواکي وايي پاکستان کوشش کوي چې پر افغان کډوالو د زور زياتي او لارو بندولو سره له هغو فشارونو څخه پام واړوي چې دې وروستيوو کې د ترهګرو د ملاتړ په لړ کې پرې نړيوالو اچولي دي.

نن په طورخم کې پاکستاني چارواکو د اعلانونو په کولو سره وويل چې سر له نن څخه به وېزه نه لرونکي افغانان پاکستان ته نه پريږدي. د افغان ولسمشر يو وياند، دواخان مينه پال وايي دا د پاکستان د فشار اچول تکتيک دی.

د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکې په بلوچستان کې په امريکايي ډرون حمله کې د افغان طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو وروسته ډېرې خرابې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG