د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: د یوه قومندان په ګډون څلور وسله وال ووژل شول


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې په لغمان ولایت کې یو طالب قومندان له دریو ملګرو سره وژل شوی دی.

د دغه ریاست له خوا نن د سېشنبې په ورځپه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نیول شوی قومندان ملا صبور او ملګري یې د ځانمرګي حملو پلانونکي و.

خبرپاڼه وایي چې دغه کسان پهبادپښ ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې کې وژل شوی دی.

په یو بل خبر کې د ملي امنیت ریاست وايي یو کس چې د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې یې د ځانمرګي برید نیت درلود نیول دی.

بل خوا د غور ولایت مسوولین وايي چې په ساغر ولسوالۍ کې یو مخالف وسله وال وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG