د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پوځ د درې وسله والو د وژلو ادعا کوي


د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې یې د یو نښتې په ترڅ کې درې وسله وال وژلي دي.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال د ځايي امنیتي او استخباراتي چارواکو له خولې وايي چې د پاکستانیو ځواکونو او وسله والو ترمنځ دا نښته د پنجشنبې په ورځ ناوخته د شمالي وزیرستان په شوال تحصیل کې شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، درې وسله وال یې وژلي خو د دوی امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

بل پلو د مجلس عسکري ویاند عبدالله وزیرستاني مشال راډیو ته د خپلو درو ملګرو د وژل کېدو پخلی کړی او ادعا یې کړې چې شاوخوا اتو پاکستانیو عسکرو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG